Mishkat Tul Masabih Pashto TarJuma
مشکوۃ المصابیح پشتو ترجمہ
ڈاون لوڈ لنکس

مشکوة شريف د اسلامي نړۍ د ستر عالم محدث او علامه امام ولي الدين محمد بن عبد الله الان مشهور تصنیف دئ، چي تقريبا د اوومي هجري پېړۍ په اولو کي ئې تصنيف کړى دئ
د مشکٰوۃ شریف مقام
ددي کتاب ،مقام، منزلت ارزښت او ثوقه والي د هیچا څخه پټ نه دئ تردې پوري چي يو وخت مشکوة خلکو د قران کریم په څېر په یاداوه ، د هندوستان يو عالم چي پر فقه معاني ، تفسیر، حدیث او نورو علومو زيات برلاسي وو د مشکوة شریف حافظ وو چي په دې وجه په مشکواتي سره ملقب سوي وو چي بيائي مشكوتي لقب پر ځان کښېښود او په هندوستان کي يو وخت داسي وو چي د حديثو دکتابونو څخه يوازي مشکوات شريف در سیده، بیا وروسته خلکو صحاحو ته مخه کړه لاكن د مشکوة ارزښت اوس هم پرځاي پاته دئ او په ټولو مدارسو کي تر صحاحو مخکي لازمي تدرسېږي.
مشکوة شريف چي د ضخامت له پلوه خورا غټ کتاب دی تقریبا ۵۹۹۵ احادیث لري چي زيات حديثونه ئې دصحاح سته څخه انتخاب سوي خو سربېره پر صحاح سته امام شافعي احمد دار مي، دارقطني بيهقي او ابوالحسن رزین بن معاویه ته هم حواله کوي د روایاتو اختلاف ته هم توجه پکښي سوې ده د اصولو په ټولو هغو کتابو کي ئي د روایاتو اختلاف مقابله کړي او بیا ئې نقل کړي دئ، او کومو حديثونو ته چي غریب، ضعیف یا منکر ويل سوي د هغو سبب شي هم ياد کړي دئ
مشکوة شريف تقريبا ١٦ شرحي لري چي ديوڅو مشهورو شرحو يادونه دلته ضروري بولم
مرقاة شرح مشكوة
مرقاة چي ۱۲ جلده لري د مشهور عالم شیخ نور الدين علي بن سلطان محمد هروي چي مشهور په ملا علي قاري سره دی تصنیف دی دی یه په ۱۰۱۴هجري کي وفات سوي دى
منهاج مشكوة
د شيخ عبد العزيز ابهري تصنيف دئ چي تقريبا د ۸۹۵ هجري په حدودو کي يې تصنيف كړي دئ
هداية الروايه الي تخريج المصابيح والمشكوة
دا دشیخ ابو الفضل، احمد بن علي، چي مشهور په ابن حجر عسقلاني سره دى تصنيف دئ دی تان په ۷۵۳ هجري کي وفات سوي دي.
اشعة اللمعات
دا کتاب په فارسي ژبه ليکل سوي دئ، مصنف ئي ابو المجدد عبد الحق بن سيف الدين بخاري دهلوي دي چي په ۱۰۵۲هجري کي وفات سوي دئ
مظاهر الحق
مظاهر الحق په اردو ژبه د نواب قطب خان بهادر تصنیف دی، نواب قطب خان بهادر ۱۲۹۸هجري کي وفات سوي دئ.
رينۃ النكاة في شرح المشكوة
د سید محمد ابو المجد محبوب عالم بن سید جعفر احمد آبادي تصنيف دى، دى رحمة الله په ۱۱۱۱ هجري سنه كي وفات سوي دئ
حاشيه المشكوة
دا د شیخ محمد سعید بن المجدد الف ثاني تصنيف دى، شيخ محمد سعید په ۱۰۷۰ هجري سنه کي وفات سوي دئ. د رسول الله هو حديث چي الهي وحي او د اسلامي شريعت دو هم اصل دئ، دغه حديث چي د قرآن د مطالبو او احکامو بیانوونکي دئ او هم پوهه او عمل په کول د انسان د دنیا او اخرت د نېکمرغيو سبب ګرځي نو لازمه ده هر مسلمان په دغه حديثو ځان وپوهوي او عمل په وکړي او د قرآن په رڼا کي ئې د خپلو عقايدو عملونو ، اخلاقو، معاشرت او تعامل اساس و ګرځوي او کوښښ وکړي چي له تطبيق او مراعاتولو څخه ئې يو لوېشت بلي خواته نه سي
لکه څرنګه چي وايو : موږ د خپل پیغمبر حضرت رسول اکرم سره مینه لرو، نو بیا خو دا څرګند حقیقت دی چي دوست د خپل دوست به احترام او اطاعت کوي کوم څه چي ئي دوست خوښوي دي ئي هم خوښوي، د کوم څه څخه چي ئې دوست منعه کوي دى منعه کېږي او کوم څه چي ئې دوست ورته فرمايي دی عمل په کوي. نوپردې اساس پر موږ لازمه ده چي د رسول اکرم ا هر امر او نهي په نظر کي ونیسو او په لارښوونو ئې عمل وکړو . دا کتاب چي ستاسي په لاسونو کي دی د ستر عالم امام ولی الدین محمد بن عبد الله تصنف دی که څه هم د يو داسي عالم پر ستر کتاب دومره رغنده کفایت نه کوي خو دا چي د لویو خلکو پر ژوند او علمیت باید لوی خلک و ږغېږي نو دا کار به هغوی ته پرېږدو. را به سود مشکوة شریف د ترجمي و شروع ته که څه هم په پښتو ژبه د مشکوة ترجمه مخکي هم وه، خو متاسفانه چي په پېښوري لهجه وه او زموږ زيات پښتانه په مشکل ورسره اخته وه، نو د ا ضرورت ته په کتو مو ئې په ژباړه لاس پوري کړ او بالاخر په دې وتوانيد و چي د دوو کالو په اوږدو کي ئې ترجمه بشپړه او چاپ ته ئې اماده کړو ، د ترجمې په اړخ کي ئې د ښاغلي محمد رسول سعید ډېر منندوی یم چي هم ئې په ژباړه کي مرسته راسره وکړه او هم بې په خپلو هنرمند و ګوتو راته کمپوز کړ، د تصحیح او مقابلې په چارو کي ئې د مولوي محمد ابراهيم او مولوي احمدزي صاحب ډېر پوروړي يم چي شپه او ورځ ئې پر ځان یوه کړه هم ئې تصحيح کړ او هم ئې عربي متن د مخکنیو نسخو سره پرتله کړ الله الله دي اجر عظيم ورکړي، د ګران دوست عبد الناصر څخه د زړه له کومي مننه کوم چي پر خپلو زياتو مصروفیتونو برسېره ئې د کا د کتاب یو ټوک په زیات دقت تصحیح کړ، د دې تر څنګ ډېر نورداسي دوستان سته چي په دې اړخ کي ئې مرسته راسره کړي، د هغو ټولو څخه مننه. اللهم صل وسلم علي خير خلقك محمد و اله و اصحابه اجمعين.اللهم اغفر لكاتبه ولمن سعي فيه ولوالديهم اجمعين