کتاب: دورۃ الصرف پشتو شرح ارشاد الصرف
مرتب : من افادات مولانا عبدالولی
زبان: پشتو
موضوع: علم الصرف
ناشر: مکتبۃ سعیدیہ ملک مارکیٹ کچلاک
مصنف د ارشاد الصرف او حالات د ھغہ حالات
ددي کتاب نوم دی ارشاد الصرف دے ارشاد مصدر له باب د افعال مبنى للفاعل په معنی د مرشد سره ده مضاف مقدر دی چې علم دى يعني مرشد علم الصرف
وجه التسمية
چې هر کله ارشاد په معناد مرشد سره نود اکتاب هم مرشد یا لارښود دصرفوده. سوال : خوپه نورو کتابوکې هم سته نو هغو ته ولي مرشد دصرفو نه وايې ؟ جواب: په دې کې په اسانۍ ياديږي په هغو کې په اسانۍ سره نه ياديږ
مصنف
ددي کتاب مصنف مولانا خدا بخش (رح) فاضل دارالعلوم دیوبند العلوم صوبه سندضلع ګوټکي په قوم بلوچ و و زبان يې سندهي ؤ په مدرسه قار
ددي علم اهمیت او ضرورت دمور په شان دی لکه څنګه چې دا مقولة مشهوره ده( الصرف ام العلوم والنحوابوها )
سوال علم صرف ته يې ولي ام يعني موروويل ؟
جواب ددي وجه داده لکه څنګه چې دماشوم تربیه اول و ارمور کوي هم دا ډول د مفتدي طالب العلم تربيه اول وار په علم صرفو کيږي
سوال: د مور څخه خواولاد پيداکيږي اودعلم صرفوڅخه خوتولد نه کيږي نوموربه څنګه
جواب د علم صرف څخه مجازا تولد دكليموكول كيږي
سوال:هر کله چې د علم صرف مقام د مور و و نود مور شرافت خوپر اولاد باندي زيات وي لهذا دصرفو شرافت به هم پرنورو علوموزيات وي او حال داچې علم فقه ، احاديثو ،اوتفاسيرو شرافت خو تر هر علم زيات ده ؟
جواب علم صرف ته دمور درجه ورکول شوي ده په اعتبار ضرورت او اهمیت سره نه په اعتباره شان او شرافت سره
دصرف لغوي معنى او د علم صرف تعریف
صرف په لغت کې و تغير ته وايې او په اصطلاح کې: علم با اصول يعرف بها احوال الکلم الثلاث من حيث الصيغة والاشتقاق والاعلال والتعليل
موضوع د علم صرف
كلمات اللغات العرب الصيغة والاشتقاق والاعلال والتعليل
غرض
صيانة الذهن عن الخطاء في الصيغة.
سوال: خطاء خود ژبي څخه کيږي نود ذهن ساتنه يې ولي ذکر کړه ؟
جواب: ژبه خو هسي ترجمانه ده خطاء او ساتنه اصلي دذهن څخه کيږي نو ځکه يې ذهن ذکر کړو
ذهن: په لغت کې تيزي ته وايې او په اصطلاح کې يو قوه ده په بدن د انسان کې چې اراسته شوي لپاره د اکتساب د تصوراتو او تصديقاتو
آئمه د علم صرف
ائمه جمع د امام ده په لغت کې مقتدا او پشواته وايې او اصطلاح كي من تقدم القوم لاقامة الامور الدينية والدنيوية نوامامان د علم صرفو (۱) اخفش (۲) سيبوی (۳) خليل دي . حکم د علم صرف : بعض علماء مستحب او مستحسن بولي ليكن جمهور وائي حکم يې د وجوب دی ځکه په علم صرفو سره قرآن شریف او احادث زده کيږي د قرآن شریف او احادثو زدکړه واجب ده نو لهذا دصر فوزدکړه هم واجب ده
فائدة
صرف په لغت کې په ډيرو معنا و و مستعمليږي (۱) ګرزیدل (۲) پریشانه کیدل (۳) زیور
(۴) سره زر ويلي کول (۵) د زماني ګردش