کتاب: خطبات ربانی پشتو
من افادات: مولانا عبدالحق ربانی
زبان: پشتو
ترتیب و تزیین: مولانا یعقوب جلسئ
موضوع: خطبات / تقریرونہ
ناشر: دارالتوحید والسنۃ
زه بنده عاجز پۀ 2003ء کښې پۀ مسجد عمر فاروق رضي الله عنه عنه ضلع صوابي، تحصیل چهوتا لاهور، جلسئ کلي کښې پیش امام او خطیب مقرر شوم نو د جمعة المباركة په ورځ د تقریر اوریدلو دپاره به ډیر زیات خلق را تلل نو ما د عوامو د اصلاح دپاره به هر جمعه باندې مستقل په يو موضوع بیان کوو. خو هغه بیان به صرف هغه چا اوریدو چه کوم کسان به حاضر وو، څۀ خاص انتظام د ريكارډ كولونه وو بيا څه وخت بعد زمونږه خوږ ورور جناب حکیم اسد الله صاحب (ساكن تورډهیر چه هغه وخت کښې د هغۀ د اسلامي کيسټو دوکان وو هرې جمعې ته به راتلو او هغه بیان به ئې پۀ کیسټ کښې ریکارډ کولو، نو کوم کسان چی رارسیدے نۀ شو هغوي به د کیسټو نه استفاده کوله، تردې چې د کيسټو د بيانونو : كافي ذخيره جناب اسد الله صاحب سره جمع شوه، بیا هغه پخپله او جناب انور شیر صاحب (صوابي، مانيري هغه بیانونه ميموري کارډ ته واړول نوره هم آسانه شوه او فائده ئې زياته شوه بيا ډيرو ملګرو ځان دپاره د کيسټونه بيانونه جمع کول او د هغې نه به ئې جمعه کښې بيانونه کول. نو هر يو تن ته دغه کار ګران وو نو څۀ ملګرو دا مطالبه شروع کړه چه دې
خطباتو ته كتابي شكل ورکړے شي نو دا به ډیر ښه او فائده به نوره هم زياته شي. خو د زياتو مصروفیاتو د وجي ما دغه کار نه شو کولے، نو ډيرو ملګرو زما نه اجازت اوغوښتو چه هغوي به ئې را جمع کړي، خو ما هغوي ته اجازت ور نه کړو؛ ځکه زما خيال دا وو چه خطبات ډیر زیات چهاپ شوي دي زما د خطباتو ته ضرورت نشته؛ ځکه زمونږ علم او تجربه ډیره کمزورې ده پۀ نسبت د هغوي خو زمونږ برادر محترم طالب العلم محمد يعقوب جلسوي صاحب په خپل شوق سره يو جلد را جمع کړے وو، نو ما ته ئې اوخودو او مطالبه د چهاپ کولو ئي دَ کوله نو ما د هغۀ کړاؤ او محنت ته اوکتل نو زه خفه شوم او د هغۀ د زړۀ دپاره مې هغه ته د چهاپ كولو اجازت ورکړو؛ ځکه ډير تكليف ئې برداشت کړے وو. اگر چه بيانونو کښې د ترتيب لحاظ نۀ دے ساتلے شوے، بهتره دا وه چې اول عقیده بیا رد بدعاتو بيا مونځ زكوة، روژه او حج وغيره او اوامر او نواهي وو. خواميد دے پۀ باقي جلدونو کښې دَ ترتيب لحاظ وساتلي شي. ما عاجز خو د خپل وس او علم مطابق د موضوعي او منكرت رواياتو او قصو نه اجتناب او ډډه کړي ده. البته که بعض روایات سندا ضعیف به پكښې وي خو إن شاء الله ضعف شدید به نۀ وي چه د هغې بيانول بالکل جائز نه وي. او محدثين ذكر كوي چه فضائلو کښي ضعيف حدیث پۀ خو شرائطو سره بيانول جائز دي. ليكن بيا هم چونكه د بيان انداز جُدا وي او د کتابت انداز جدا وي. که معنى كښې تقديم وتاخير شوی وي يا يوه خبره غير مناسبه وي نو ملګري د هغې نه تسامح ،کوئ، او که غلطه خبره وي نو د هغې خبر را کړئ چه آئنده کښې ئې ترينه لرې کړو. ستاسو به ډيره ډيره مننه وي
آخر کښې زۀ ډيره شکريه اداء کوم د هغه ټولو ملګرو چه دا بيانونه ئې محفوظ کړي وو، خصوصًا د جناب حکیم اسد الله صاحب (ساکن تورډهير)، او د مرتب طالب العلم جناب محمد يعقوب جلسوي صاحب او د نورو ملګرو چه د هغوي دغه آرمان او مطالبه وه چه دا دې کتابی شکل کښې را جمع کړی شي. الله رب العزت دې ټولو ته اجر عظيم وركړي. او الله رب العزت دې دا بیانونه زما دپاره زما د والدينو، أستاذانو او مشائخو دي دپاره صدقه جاريه اوګرځوي. آمين يا رب العالمين