Tasheel Ul Hidaya Pashto Sharah Hidaya by Professor Mualana Shah Faisal
تسھیل الہدایہ پشتو شرح ہدایہ از مولانا پروفیسر شاہ فیصل
جلد-1: تسھیل الھدایة کتاب الطهارة ،کتاب الصلاۃ
جلد-2 : تسھیل الھدایة کتاب الصلاۃ، کتاب الزکاة، کتاب الصوم ،کتاب الحج
جلد-3 : تسھیل الھدایة کتاب النکاح ،کتاب الطلاق
جلد-4 تسھیل الھدایة کتاب الایمان ،کتاب الوقف
جلد-5 : تسھیل الھدایة کتاب البیوع ،کتاب الشهادة
جلد-6 : تسھیل الھدایة کتاب الوکالة ،کتاب الغصب
جلد-7 : تسھیل الھدایة کتاب الشفعه ، کتاب االرهن
جلد-8 : تسھیل الھدایة کتاب الرهن، کتاب الخنثی
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيد العرب والعجم وأفضل المرسلين، وعلى آله وصحبه أجمعين. اما بعدا هدايه ته الله تعالی مقبولیت ورکړې دې. ځکه چې د فقه حنفي یو مستند او قابل فخر سرمایه ده. د دې کتاب په عربي و غيره ژبو کي کنړ شروحات شوي دی خو په پښتو کي ددې شرح لا تراوسه پورې چا نه ده ليکلې پـ ې په اول ځل په پښتو ژبه کي خپلو پښتنو ورونړو ته د هدايه شرح د ، تسهيل الهدایه ، په نوم وړاندې کوم په دې کي چي کوم خصوصيات دي دا په نورو اردو او پښتو مترجمو شروحاتو کي نشته الله تعالى دي زما دې کوښښ او محنت ته قبوليت ورکړی او دا دې په خپل دربار کي داخرت د نجات ذريعه او گر خوي آمين
د قندهاری او یوسفزئ پښتو کڈون
الله تعالی چی تسهیل الهدایه ته کوم مقبولیت ورکړې دې هغه د چا نه پټ نه دې خو دومره ده چې زه پخپله د پیښور د سيمې سره تعلق لرم او د دې ځائې په پښتو کې مې تسهيل الهدايه ليکلې ده زما کوم و رونړه چې په کوئټه کې اوسیږی یا په قندهار کې نو هغوی قندهاری پښتو ته ترجیح ورکوی د خپل دغه طالبانو ورونړو دپاره مې په تمام تسهيل الهدايه کې په هغه ټکو کې تبدیلی او توپیر را وستل چی کوم په يوسفزی او قندهاری پښتو کې توپیر لرو هغه داسې چې ګرده یوسفزی ټکی مې به قندهاری پښتو کې بدل کړل خو کوم ټکې چې په کتاب کې په اول ځل راغلي وو نو هغې ته مې يوسفزی پښتو هم ليکلې ده دغه شان كوم الفاظ چې داسې وو چې په یوسفزی او قندهاری پښتو کې يې زيات توپیر او فرق لرود نو هلته مې د دواړو ژبو ټکی لیکلی دی او د دې نه علاوه دا چې د دغه ټکو فهرس مې جوړ کړو او هغه فهرس مې د کتاب په آخر کې په دې غرض اولگولو که یو طالب علم ته په څه ټکی کې مشکل پیش شی نو د حروف تهجی په ترتیب سره خپل مطلوبه ټکی په قندهاری یا یوسفزئ پښتو کې په به آسانتیا معلومولی شی نو اوس د قندهاریانو ورونړو خواهش پوره شو او تسهیل الهدایه دوی ته هم به خپله قندهاری ژبه کی تیاره شوه
دهر متن لپاره مناسب عنوان
په موجوده وخت کي عنواناتو ته هغه مقام او حیثیت حاصل دي. هغه د چانه پټ پناه نه دې نوما دهر متن نه وړاندې هغې ته مناسب عنوان ورکړو.
د لفظي ژباري التزام
د کتاب الشفعه په دواړو ټوکونو کي د لفظي ژباړې التزام کړې شوې دې ځکه چې په دې طریقه د هر یو ټکي معنی په آسانه زده کیدای شی او هغه طالبان چې په عربي کي ني استعداد کم وي د هغوي لپاره دا طریقه زیاته مفیده ،ده پاته شو مطلب او مفهوم نو هغه هسې هم په تسهيل کي بيانولي شي نو ځکه لفظي ژباړې ته ترجیح ورکړې شوه او په نورو درې برخو يعني صلاة ، نكاح او بيوع كي با محاوره ژباړه شوې ده ددې خپل افادیت دې
د ژباړې یو نوې ترتيب
په عامو کتابونوکي زموږ په ملك كي د ژباړې دوې (دوه) قسمونه رائج دي يودا چی اول واړه عربي عبارت نقل کړې شي او بیا ورپسې د هغې ژباړه او کړې شی خو په دې ژباړه کي يو مبتدي طالب ته دا پته نه لکی چی دا ژباړه په متن کي ذکوې جملې ده او منتهي طالب ته اگر چې پته لكي خو هغه به ضرور دا تکیلف برداشت کوی چی د متن په عبارت به په نظر او چوي او د هغې څخه به معلوموی چې دا ژباړه د دې جملې ده. زموږ په ملك كي د ژباړې دوی (دوه) طریقی دا رائج دی چې اوله کرښه کي عبارت وي او لاندې دویمه کرښه کي د هغې ژباړه وي اگر چی کوښښ دا کولای شی چی هر لفظ ته مخکی د هغې ژباړه راشی خو دا کار ډیر ګران دی نو ددې امله اګر چی په لاندینی کرښه کي ژباړه وي او په سرسری نظر سره دا ښکاری چې په دې لاندې کرښه کي هم د پورتنی عبارت پوره ژباړه ده خوبیا هم ضرور داسې کیږی چې د لومړنی کرښې د عبارت ژباړه د دریمې کرښې دعبارت د ژباړې لاندې ليکلي شي يقيني خبره ده چې لومړي ټوك يو مبتدي طالب لپاره دا د تشویش او خفگان باعث دي ددې امله ما په تسهيل الهدايه کي د ژباړې يو نوې ډول اختیار کړو هغه دا چې د عربی هره يوه جمله او ورپسی دستی متصل هم د هغې ژباړه يعني ما د هري جملي ژباړه په هغې پسې کړې ده نه مې اوله طريقه اختیار کړې ده او نه مې دویمه طريقه اختيار کړې ده په دې کي فائده دا ده چې هر يو کتونکي ته په آسانتيا سره دا معلومیږی چې دا ژباړه د عربي د دې جملې ده.
د عبارتونو تقسیم
دمتن دهر یو بحث په جلا جلا شرحي سره وضاحت مثلا نفس مسئله، دهغي دليل، هر مذهب ، د هر مذهب دلیل د خصم د دلائلو خواب و غیره په جلا جلا شرحې سره حل شوې دې په نورو شروحاتو کي اول يو د بحث اوږد متن نقل کولای شی او د هغې نه روسته شرح او وضاحت کولای شی که تاسو اوگوری نود متن عبارت په یوه صفحه باندې وي او د هغې عبارت د آخری برخی شرح په دریمه او څلورمه صفحه باندې وي نويو طالب كله متن ته ګوري او کله شرحي ته ګوري اودغه ډول بار بار صفحات اړوي راړوي دې مشکل نه د خلاصولو لپاره موږ د متن د هرې خبرې وضاحت هم هغې پسې متصل کړې دي او دا طریقه کار خاص کر د هغه استاذانو لپاره ډیر مفيد دي خوک چي هدايه د تقرير په طریقه نـه وانـي بلکه طالبانو ته د هدایه متن حل کوي اود هدايه د هرې يوې خبرې ورته بالترتيب وضاحت کوی.
دلغاتو حل
د هر متن نه روسته چې په هغې کي کوم لغات وي د ، حل اللغة ، په نوم مو دهغې معنی کړې ده خوپه معنی کي موږ اکثر د فعل هغه معنی کړې ده کومه چې په متن کي مراد وى يعني که ماضي وي نو د ماضي معنى مو کړې ده او که مضارع وي نو د مضارع معنی مو کړې ده او که امر وي نو د امر معنی موکړې ده او مصدري معنى مو هم کړې ده البته دا ده دا ده چې د افعالو یا اسما و سره کوم ضمائر راغلی دي یا په فعل باندي حرف نفي داخل شوي وي نواكثر مو صرف د فعل او اسم معنی کړې ده د ضمائر مرجع مو نه ده کړې ده. ذکر کړي او که په اسمان کي تثنيه يا جمع راغلي وي نو د هغې مفرد مو . خودلي دي او بیا مو د مفرد معنی کڑی دہ
عربی عنوانات
د متن نه روسته د تسهیل په نوم باندي د متن د عبارت وضاحت شوې دې او په دې تسهيل کي چې کوم مباحث بيانولي شي نو د کتاب الصلاة په دوو ټوکونو کي بالاستيعاب او په نورو جلد ونوکي بالانتخاب په عربي ژبه کي هرې یوې خبرې ته عنوان ورکړې شوې دې په عربي کي مو د عنوان انتخاب ځکه اوکړو چې عربي يوه جامع ژبه ده په مختصر و الفاظو کي ډیر مطلب را گيروي كني پکاردا وه چې دا شرح په پښتو ژبه کي ده او عنوانات هم په پښتو کي وي خو صرف د عربی د جامعیت دامله مو عنوانات په عربی کی ورکړل.
د عبارت د وضاحت لپاره په قوسينو کې اضافی قیودات
په کوم عبارت کي چې داسې ابهام وی چې معنی او مطلب نی واضح نه وی نود تفهیم او پوهولو لپاره ما به قوسینو کي خه اضافی قیودات لګولي دی چې په پوهيدلو کي آساني وی او ددې طريقې تجربه راته د خپلې شرح ، بستان الصالحين شرح رياض الصالحين .. نه شوې ده چې په هغي کي هم احقر شاه فيصل د احادیثو په ژباړه کي د قوسينو په مينځ کي اضافي قبودات لكولي دى او الحمد لله د علماؤ او طلباؤ د اړخ نه راته حوصله افزائي ملاؤ شوې ده.
غیر معرب متن نه اعراب لګول
په تسهيل الهدایه کښي د هدایه متن غير معرب (بغیر زور زیر پیش و غیره نه وو په دې ایډیشن کښې د هدایه ټول متن ته اعراب لګولې شوي دي چې کولي شوي دي چې طالب ته د عبارت په وئیلو کښي مشکل نه وی
د قدوری، جامع صغیر او هدایه د متن امتیاز
دا خو تاسو ته معلومه ده چې هدايه د مختصر القدوری او جامع صغير د عبارتونو شرح ده کومې عربي نسخې چې زمونږ په مدارسو کښې لوستلې شي په هغې کښې متن ته لاندې کرښه ورکړې شوې ده د کومې نه چې معلومیږی چې دا متن دي او کوم چې د علامه مرغینانی شرح ده هغه بغير کرښې پريښولې پریخودې شوې دې د هغې نه دا معلومیږی چې دا شرح ده لیکن په اردو او پښتو شروحاتو کښې د متن او شرحی امتیاز نشته په دې ایډیشن کښې مونږ د قدوری او جامع صغیر عبارت به لومړي ټوك بارډر کښې بند کړې دې يعنی د هغې نه مو څلور واړه طرف ښه راښکلې ده او شرح کوم چې د صاحب هدايه وضاحت دې هغه مو بغير باردره پریښولې پریخودې دې په دې طریقه یو کتونکی ته دا پنه لګيدې شی چې دا متن دې او دا شرح ده
الاقوال الراجحه في مسائل الهدايه
هدايه د فقه حنفي بو معتمد او مشکل کتاب دې په دې کي لکه څنګه چې د نورو امامانو مثلاً امام شافعی امام مالک سره اختلاف ذکر شوې دې دغه ډول د احنافو عالمانو مثلاً په یوه مسئله کي د امام ابو حنيفه مذهب يو وي او د صاحبینو مذهب دهغې نه کیږی چې په دې کي کوم قول راجح دې په دې موضوع باندې زموږ د وطن يو : نامور أو مايه ناز عالم مفتي قادر دارالعلوم اکوړه ختك د ، ترجيح الراجح بالرواية في مسائل الهداية يعنى بيان القول الراجح في المسائل الإختلافية في المذهب الحنفي التي ذكرها الشيخ برهان الدين المرغيناني في كتابه المسمى بالهداية ،، په نوم ليکلي دي نودا کتاب مي مخکي کیخود و او ددې نه مې په مختصرو الفاظو كي د الأقوال الراجحه في مسائل الهدايه، په نوم باندې په اختلافي مسائلو کي راجح اقوال راجمع کړل په دې کي زما طريقه دا ده چې مفتی غلام قادر مدظله العالي په خپل کتاب کي اول د هدایه متن نقل کړي او بیا په هغې کي د اختلاف وضاحت اوکړي او په دریم وار په هغي كي د راجح قول تعين اوکړي او د راجح قول د تعين لپاره اکثر دا عنوان راوړی مثلاً ، القول الراجح هو قول أبي حنيفة ، او د هغې نه روسته د کومو کتابونو نه چی دا معلومیږی چې هغوي په ذكر شوي اختلافي مسئله کي دغه قول ته ترجیح ورکړې ده دهغه کتابونو عبارتونه نقل کوي او لاندې په حاشيه کي د هغې کتاب د ټوك او صفحي نمبري ورکوي نو ما د القول الراجح ، لنډيز په مختصرو الفاظو کي پيش کړې ده هغه داسې چې په اختلافي مسئله کي کوم قول يا روايت راجح وي د هغې خودنه کوم او د هغې نه روسته د کومو کتابونو نه چې د هغي راجحيت معلوميږي د هغي د ټوك او صفحي حواله وركوم اميد دي چې زما دې سعى او کوښښ ته به عالمان او طالبان د قدر په نظر سره اوګوري او دالله نه سوال کوم چي زما دا کوښښ په خپل دربار کي قبول کړي آمين
دهدايه د احادیثو تخریج
په نورو اردو شروحاتو کي د هدايه د احادیثو تخریج نشته احقر شاه فیصل په اوکړلو خپله شرح تسهيل الهدايه كي د المرآة الصافيه لتخريج أحاديث الهدايه په نوم د هدايه د احاديثو اوکڑلو۔
احقر العباد شاه فيصل عفي عنه
و الرمضان ۱۳۲۹ھ مطابق ۲۰ ستمبر ۲۰۰۸