Mazahir e Haq Pashto Sharh Mishkat ul Masabeeh by Allama Qutbuddin Dehlvi
مظاہر حق پشتو شرح مشکوٰۃ المصابیح از علامہ نواب محمد قطب الدین خان دہلوی
صاحب د مشكوة علامه ولي الدين ابو عبد الله محمد ابن عبد الخطيب تبريزي رحمة الله علیه په (۷۳۷هـ ) کال کي په صحاح ستة او نورو مشهور كتابونو کي چي کوم حديثونه قابل | اسناد او قابل اعتماد ګڼل سوي دي هغه يې په خپل کتاب کي په جمع کولو سره امت ته د یوه | غوره علمي تحفې د استفادې موقع وركړل، د مشكوة المصابيح د لومړنۍ زمانې څخه تر نن | ورځي پوري د مقبول او متداول کېدل د مصنف د ښه اخلاقۍ ښکاره دلیل دی، د هندوستان په حدودو کي یو اوږد وخت هم تیر سوی دی چي دلته مدار علم حديث يوازي پر مشکوة | المصابيح او مشارق الانوار ګڼل سوي دي ، حجة الاسلام حضرت مولانا شاه ولي الله الدهلوي – رحمة الله عليه چي د علم حدیث اشاعت ته توجه و فرمایل ، ارباب علم ته نور عظیم کتابونه پر حديثو باندي اطلاع وسوه نو د هغه وخت څخه د صحاح ستة څخه وروسته د مشکوة شريف ثانوي مقام پیدا سو مګر ددې سربیره د دې د اهمیت هیڅکله نظر انداز نه کړل سو ، نن هم ر کله چي صحاح ستة او نور بې شميره د علم حدیث کتابونه په هيواد کي عام دي د مشکوة د افادیت څخه ناقابل انکار دي، دغه عامې افادې د هر دور ارباب علم ددې کتاب په خدمت مجبور کړل ، ملاعلي قاري رحمة الله عليه مرقاة المفاتيح شرح مشكوة المصابيح ، شيخ | عبد الحق محدث دهلوي شرح مشكوة فارسي، او لمعات تنقيح شرح مشكوة عربي ، علامه سين ابن محمد بن عبد الله الطيبي طيبي شرح د مشكوة، او مظاهر حق شرح مشكوة (اردو) مؤلف نواب قطب الدین خان دهلوي شاګرد د شاه محمد اسحاق صاحب دهلوي د حضرت شاه | عبد العزيز دهلوي ،لمسى متن مشكوة مع ترجمه لیکلو سره د شیخ عبد الحق محدث دهلوي ، شرح مشکوة خلاصه په اردو ژبه کي وليکل چي د هغه دور اردو ویونکو حضراتو لپاره | افادیت د هغه وخت څخه تر ننه پوري ناقابل انکار دی ، د ژبي او بيان قدامت هم ډیر وخت | افادیت کمزوری او نن ورځ هر کله چي ددين او علم دین څخه مخالف قوتونه د خپل قهرمان | قوتونو سره مسلط دي نو داهل نظر په نظر کي د داسي خدمتونو ارزښت دوه برابر کيږي او هغوئ په دې کوښښ کي دي چي ددين حقيقتونه د وخت د هغه و سائلو په ذریعه د امت ذهن ته | نژدې کړي چي هغه په يو څه نه په يو څه درجه د عوامو ذهن خپل کړی دی او په حقيقت کي د دین د خادمانو د دې جذبې د حالاتو او وخت پر خلاف د هغوی ناقابل انکار او قابل صد هزار تعجب عظيم خدمات سرته رسولي دي دغه کار باعث د خوشحالی دی چي ځوان عزیز | مولانا عبد الله جاوید غازي پوري فاضل دیوبند یو ډیر لوی او عوامي علمي او ديني خدمت د احساس سره سم (مظاهر حق ترجمه او شرح مشکوة د وخت په صافه او سلیس ژبه کي د وړاندي کولو اراده کړې ده ، الله تعالى دي د هغوی عزم او همت کي برکت واچوي او د هغوئ | دا خدمت دي قبول او مقبول کړي آمين۔