Tasheelat Pashto Sharh Mishkat ul Masabeeh تسھیلات پشتو شرح مشکوٰۃ المصابیح

Tasheelat Pashto Sharh Mishkat ul Masabeeh تسھیلات پشتو شرح مشکوٰۃ المصابیح

Tasheelat Pashto Sharh Mishkat ul Masabeeh by Maulana Shah Faisal
تسھیلات پشتو شرح مشکوٰۃ المصابیح مولانا شاہ فیصل

تسهیلات پښتو شرح مشكاة : د دوی په دې دینی خدماتو کښې یو نوې خدمت د تسهیلات شرح مشكاة المصابیح په نوم باندې تکمیل ته اورسیده کومه چې په دولس جلد ونوباندې مشتمله ده، مولانا موصوف د تسهیلات په مقدمه کښې د ټول کتاب خلاصه په (۲۷) خصوصیاتو کښې بیان کړې ده

د تسهیلات خصوصیات : په کومو کښې چې بعضې خصوصيات دا دی

پیښورۍ پښتو سره بین القوسین د قندهارۍ پښتو د ګرانو ټکو اضافه

د مشكاة د عربي او اردو متداولو ټولو شروحاتو مجموعه

په ترجمه کښې بين القوسين د مرقاة المفاتیح داضافی قیوداتو ترجمه

دحديث هرې جملې ته اود هغې ترجمې د آسانتيا دپاره نمبرې ورکول

په فهقی اختلافی مسئلو کښې مدلل او آسان مباحث

د اوږدو احادیثو د متن او ترجمې تقسیم

دهر حدیث د صحاح سته و غیره څخه تخریج

د حل اللغات به عنوان سره د مرقاة المفاتيح څخه د مشکلو لغات حل

دقوله به عنوان سره د حدیث د هرې مشکلې جملې تشريح

دهر باب په اول کښې دهغې د احاديثو خلاصه

د کتاب په اول کښې د علوم الحدیث مفيده مقدمه

په عربی کښې دهر باب خلاصه بیانول

هر حدیث ته عنوان ورکول

متن او دهغې ترجمې ته د جملوپه اعتبار سره نمبرې ورکول

د احاديثو تخریج تشریحی ترجمه

د راوی مختصر حالات

د لغاتو حل

د حدیث مشکلو جملو ته د قوله عنوان ورکول

په شرح کښې هرې يوې خبري ته مناسب عنوان ورکول

د مذاهبو بیان

د اصول حدیث مقدمه

د اردو د شروحاتو مجموعه د مذاهبو جدا فهرس

 د اوږدو احاديثو تقسيم

د تسهیلات مقام : مولانا موصوف په پښتوژ په کښې د تسهیلات په نوم د احادیثو کوم خدمت کړې دې د ستائنې وړ دي، ځکه چې کوم خصوصیات په دې شرح کښې را جمع شوی دی دا خصوصیات د اردو او عربۍ په نور شروحاتو کښې اگرچې متفرق به وی خوپه یو ځای په یوه شرح کښې هم نشته دا د اردو دټولو او عربي د بعضي شروحاتو مجموعه ده

قبولیت دعا: زما د لوې رب نه دعا ده چې د مولانا موصوف ټولو کتابونوته بالعموم او تسهيلات ته بالخصوص د مقبولیت سهره په سر کړی اوپه دنيا او آخرت کښې ئې د نجات ذریعه او گرخوی آمین