Da Sawar e Kainat Jowand (Seerat Ul Nabi) Pashto by Maulana Inayat Ullah
د سرور کائنات ژوند پشتو مولانا عنایت اللہ
دغه کتاب چې د سرور کائنات ﷺ ژوند په نامه سره یادېږي، د محمد ﷺ د سیرت، یعنې ژوند، اخلاقو، اقوالو او اعمالو په باره کې بیان کوي. دغه کتاب د سید البشر خاتم الرسل ﷺ د عظیم او مبارک ژوند تاریخ بیانوي. د دې بیان څخه یوازي دا نه دی مقصد چې مسلمانان د خپل پیغمبر محمد مصطفی ﷺ له مبارک حیات څخه خبر سي، بلکې په دې خبرتیا کې نورې ډېرې مهمې فايدې هم شته چې په ښکاره سره چا ته نه معلوميږي. د رسول الله ﷺ د سیرت د بیانولو، لیکلو، اورېدو او زده کولو څخه دا غرض او مقصد نه دی چې د تېر تاریخ معلومات را ته وسي یا دا چې عجیبې او غریبې قصې یا نادره معلومات بیان سي. نو ځکه موږ مسلمانانو ته دا نه ښايي چې د سیرت اورېدل او زده کول د تاریخ په توګه واورو یا ځان خبر کړو او سیرت ته هم په داسې سترګه وکتل سي لکه د یوه خلیفه ژوند یا د یوه پاچا تاریخ یا د تېرې شوې زمانې معلومات. بلکې د سیرت د بیانولو، لیکلو، اورېدلو او زده کولو څخه مقصد او غرض دا دی چې یو مسلمان د اسلام حقیقت تصور کړي. هغه اسلام چې د رسول الله ﷺ له ژوند څخه یې مبادئ، احکام، قواعد او اساس را وتلي او استنباط شوي دي. زه به دلته د رسول الله ﷺ د سیرت د پوهېدلو او زده کولو لږ څه فايدې په اختصار سره درته بیان کړم
اول: د رسول الله ﷺ نبوي شخصیت پېژندل
که څوک د رسول الله ﷺ او د هغه د ژوند په هغو کیفیتونو او حالاتو خبر سي چې پر رسول الله ﷺ تېرېدل، دا به یې یقین سي چې رسول الله ﷺ یوازي عبقري یا نابغه نه ؤ چې د ده نبوغ دی خپل قوم کې لوړ او دغه مقام ته ورساوه، بلکې تر نبوغ او عبقریت د مخه د الله رسول دی چې الله پاک یې په وحیو سره تائید او تاکید کاوه او الهي توفیق ور سره ملګری و. نو موږ محمد ﷺ د رسول الله ﷺ په صفت سره پېژنو او ایمان پر لرو
دوهم: د سیرت د پوهېدلو فایده
دا ده چې انسان په خپل حضور کې د کامیابه ژوند د ټولو امورو لپاره، بلکې د شرافت د ژوند لپاره، یو اعلی مثال و ویني چې د هغه ﷺ ژوند د خپل ځان لپاره قانون او تک لاره وګرځوي، په هغه پوري لاس ونیسي او په هغه پسې اقتداء وکړي. په دې کې هېڅ شک نشته که یو انسان هر څومره په یوه مثالي اعلى پسې وګرځي، په یوه داسې رهنما او لارښوونکي پسې وګرځي چې د ژوند په ټولو چارو کې کامل او مثالي وي. بېله شکه دغه پوره والی او کمال د رسول الله ﷺ په ژوند کې پیدا کولای سي، ځکه الله پاک د ټولو هغو انسانانو لپاره چې د الله د رحمت او د آخرت د ورځې د کامیابي امید لري قدوه او لارښوونکی بللی دی. الله فرمایي: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (الاحزاب/۲۱)
دریم: د رسول الله ﷺ د سیرت په پوهېدلو او زده کولو
په واسطه انسان د کتاب الله په مفاهیمو او مقاصدو پوهېدلای سي، ځکه د قرآن مجید د ډېرو آیاتونو ترجمه په هغو واقعاتو او حوادثو سره معلومیږي کوم چې دغه آیتونه د هغو واقعاتو او حادثاتو په وخت او باره کې نازل شوي دي. نو ترڅو چې چا ته د هغو واقعاتو حالات نه وي معلوم، د قرآن مجید په معنی او مقصد هم نه سي پوهېدلاي، ځکه د قرآن کریم ډېر آیتونه د یوې خاصې واقعې یا خاص بیان لپاره چې په هغه وخت پورې تعلق لري نازل شوي دي. نو ځکه ترجمه یې هم تر هغو نه سي معلومېدلاي چې وخت د نزول او سبب د نزول یې معلوم نه سي او د آیتونو د نزول سببونه تر هغو نه سي معلومېدلاي ترڅو چې د محمد مصطفی ﷺ ژوند او سیرت را معلوم نه سي
څلورم: د سیرت په معلوماتو سره
مسلمان د اسلامي صحي ثقافت او معرفت ډېره حصه یو ځای کولای سي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلام د مبادئو د پوهېدلو لپاره، که دین دی که عقیده که احکام دي که اخلاق، د رسول الله ﷺ ژوند یو روښانه مجسد تصویر دی
پنځم: د رسول الله ﷺ په سیرت پوهېدل
د یوه اسلامي معلم او واعظ لپاره د تعلیم او تربیې په باره کې یوه ژوندۍ نمونه او لارښوونه ده، ځکه رسول الله ﷺ یو فاضله معلم، صادقه ناصح او مهربانه مربي ؤ. د دعوت په مختلفو مرحلو کې یې د تعلیم او تربیې وړ او مناسب طریقې استعمالولې. پر دې ټولو سربېره د رسول الله ﷺ په ژوند کې د انسانیت ټول اړخونه، که اجتماعي دي که فردي، داخل او شامل دي. یو انسان په هر حالت کې، که یو مستقل فرد وي یا د ټولني یوه فعاله عضوه وي، د خپلي پوره کامیابۍ لپاره د رسول الله ﷺ متابعت ته اړ او محتاج دی. ځکه د رسول الله ﷺ ژوند موږ ته د یوه مستقیم او پر لار برابر ځوان د سلوک او اخلاقو بېمثاله نمونې راښيي چې د خپل قوم او ملګرو سره څومره امین او څومره صادق و
د رسول الله ﷺ ژوند د یوه واعظ په صفت یوه بېمثاله نمونه ده چې خلک یې د الله لاري ته په حکمت او موعظه حسنه سره ور بلل او خپل ټول طاقت یې د رسالت د رسولو په لار کې مصرفاوه. د رسول الله ﷺ ژوند د یوه دولت د رئیس او حاکم لپاره ښه لارښوونکی دی چې په څومره هوښیاري او حکمت سره یې کارونه مخ ته بېول. د رسول الله ﷺ ژوند د یوه مثالي او حق پرسته مېړه لپاره لارښوونکی دی چې د خپلي ښځې سره باید څنګه ژوند او گذاره وکړي. د رسول الله ﷺ ژوند د یوه پلار لپاره په عاطفه او مهرباني کې لارښوونکی دی. رسول الله ﷺ د زوجاتو او اولادو په حقوقو او واجباتو کې دقیق عدل کاوه او د هر چا حق یې د هغه د حال سره سم او پوره ورکاوه
د رسول الله ﷺ ژوند د یوه حربي قومندان او صادقه آمر لپاره لارښوونکی دی. د رسول الله ﷺ ژوند د یوه جامع مسلمان لپاره هغه دی چې په خپل ژوند کې صحي تقسیم اوقات او په معاملو کې عدل ولري. لارښوونکی دی چې څومره د خپل رب عبادت وکړي او په عین وخت کې د خپلي کورنۍ او ملګرو سره لطیف او د ښه طبیعت خاوند هم وي. داسې نور ډېر مثالونه سته. که غواړې چې بختور او کامیابه ژوند ولرې، نو خامخا د رسول الله ﷺ په ژوند ځان خبر کړه او متابعت یې وکړه. ځکه د رسول الله ﷺ په ژوند خبرېدل بل څه نه دي بېله دې چې انساني اخلاق ښکاره کړي، چې دغه ټول اخلاق په هغه بېمثاله نمونه او کامل بشر کې سره یو ځای شوي وه او موږ یې خامخا په متابعت ته ضرورت لرو. که غواړې چې په دنیا او آخرت کې کامیابه او بختور ژوند ولرې، د رسول الله ﷺ متابعت کوه