کتاب نوم: علمي تقریرونه پشتو
مصنف: حضرت مولانا فضل محمد صاحب دامت برکاتهم (استاد حديث جامعة العلوم الاسلاميه بنوري ټاون کراچي)
پښتو مترجم: طالب العلم نصير احمد احمدي
ناشر: مکتبه حنفیه کانسي روډ کوئټه


عالمانو، طالبانو او خطیبانودپاره د تقریرونو نادره ذخیره
د خطابت تعریف
ارسطو د خطابت په باره کې داسي ليکلي دي:
“الخطاب فن من فنون القول يخاطب به الجمهور الخ”
خطابت د خبرو اترو د فنونو څخه یو فن دی چې دهغه په وجه سره هغه عام خلق متوجه کولی شي. خطابت د غوږو او سترګو د قبولیت طرفته متوجه کوي
علامه جار الله زمحشري په اساس البلاغه صفحه (۱۱۴) کې ليکلي دي
“خاطبه احسن الكلام وهو المواجهة با لكلام احسن الخطاب”
یعني تاسې د ښو خبرو په ذريعه خلق خپل ځان ته متوجه کړئ. د خوند والاخبري دخلقو به مخکي وکړي او هغوی خپل اړخ ته متوجه کولوسره ورته ددين او دنياد فائدي خبري وکړي
د ښه خطیب صفتونه
ارسطو ليکلي دي چې ښه خطیب ته په کار دی چې خپل بیان په ښه دليلو سره وکړي ترڅو عام خلق مطمن شي
د ښه خطیب لپاره ضروري ده چې هغه تیز او لوړ آواز کونکي وي
د ښه خطيب دپاره ضروري ده چې د پوهیدلو او پوهولو قدرت هم ولري او حیرانوونکو شیانو څخه ځان وساتي
ښه خطيب هغه دی چې په ولاړه یا په بیل شان سره دبیان کولو عادت ولري
د خطیب دپاره ضروري ده چې د خطابت او بیان په وخت دده لاسونه خلاص وي
خطيب دپاره ضروري ده چې د خدای دثناء او تعریف او پر رسول الله صلى الله عليه وسلم باندي د درود څخه وروسته په قرآن شریف آیت او د حدیث په یو روايت باندي شروع وکړي
خطیب ته په کار دی چې کوم آیت یا حدیث یې ښه ايزده وي، هغه دي ووايي
خطیب ته په کار دی چې په کراره کراره په صفا طریقه سره او په واضحه الفاظو کې دخپل خیال اظهار وکړي
خطیب ته په کار دی چې په کومه ژبه کې بيان کوي، دهغه ژبي د فصاحت او بلاغت د محاورو څخه ښه وا قف وي
خطیب ته په کار دی چې څه په ژبه وايي، هغه یې پر زړه هم وي
د خطیب جو ریدلو دپاره ضروري ده چې سړی دی يوازي ليکلي سوی بيان نه کوي، پیاد دی یوه موضوع وټاکي
خطيب ته په کار دی چې دبیان او خطبي په وخت کې دخپلو جامو ښه خیال وساتي
Book name: Ilmi Tareerona Pashto
Author: Maulana Fazl Muhammad Sahib
Publisher: Hanafia Kansi Road Quetta